د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ګوندي ډلې د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې روحيه ارزولې
CGTN2024/07/20 15:02:17
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ګوندي ډلې د جولای په ۱۹مې نېټې یوه غونډه تر سره کړې،‌ چې د دې هېواد د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډه کې د عمومي منشي شي جين پينګ مهمه وينا او د دې غونډې د سند روحيه يې مطالعه او ارزولې ده او د اړوندو اقداماتو د پلي کېدو په پار يې څېړنه کړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړی، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس او د ګوندي ډلې مشر وانګ هو نينګ د يادې غونډې مشري او پکې یې وينا کړې.

يادې ګوندي ډلې زياته کړې،‌ چې ولسي سياسي کنفرانس دې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د سياسي پرمختګ پر لار ټينګار وکړي، د ټول بهیر ډيموکراسۍ وده دې پياوړې کړي، د مشورتي او ډيموکراتيک ميکانيزم د بشپړوالي په اړه د يادې غونډې مهم ترتيبات دې پلی کړي،‌ د سوسياليستي مشورتي او ډیموکراتيکې مهمې لارې په توګه دې رول ولوبوي، د اصلاحاتو د ژورتیا او د پرمختګ د پیاوړتيا په پار د بېلابېلو قومونو،‌ ټولنو او صنايعو درایت او ځواک دې راټول کړي، څو د روان کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د موخې د پوره کېدو لپاره وړانديزونه ورکړي او د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتیا په پار خدمتونه برابر کړی شي.