د چین د بهرنیو چارو مرستيال وزير به په جلا جلا توګه د جاپان او کوریا جمهوریت له اړوندو خواوو سره دوه اړخيزې خبرې اترې وکړي
CMG2024/07/20 11:23:21
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د جولای په ۱۹مه نېټه رسنیو ته وویل، چې د چین د بهرنیو چارو مرستيال وزير ما جاو شو به د دې میاشتې له ۲۱مې نېټې تر ۲۵مې پورې د چين او جاپان د ستراتيژيکو د ١۶مې دورې خبرو اترو او د چين او د کوريا جمهوريت (جنوبي کوريا) د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د لوړې پوړو ستراتيژيکو د ۱۹مې دورې ډیالوګ د تر سره کولو لپاره توکيو او سیول ته سفر وکړي.

لین جیان وويل، نوموړي اړوند ډيالوګ د چين، جاپان او د کوريا جمهوریت ترمنځ د تبادلوي ميکانيزم یو ترتیب دی. د خبرو اترو په ترڅ کې به دواړې خواوې د خپلمنځي اړيکو او د نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړي. چين هيله لري چې د ډيالوګ له لارې تبادلې پیاوړې کړي، همکارۍ ته وده ورکړي او د چین ،جاپان او جنوبي کوريا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ ته وده ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت به د وضعیت په اړه تازه معلومات په وخت سره خپاره کړي.