مېرمن پنګ لي يوان د چين او افريقا د ماشومانو د دوبني کمپ په فعاليت کې ګډن وکړ
CGTN2024/07/20 15:07:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د جولای په ۱۹مې نېټې د چين او افريقا د ماشومانو د دوبني کمپ په فعاليت کې ګډون کړی. د يادونې وړ ده، چې مېرمن پنګ لي يوان هم د توبرکلوز او ايډز د وقايې او معالجې په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان استازې او د نجونو او ښځو د تعليم د پياوړتيا په برخه کې د يونيسکو ځانګړې استازې هم ده.

مېرمن پنګ لي يوان د ياد فعاليت د ګډون په بهير کې د چين او افريقا له ماشومانو سره يو ځای د چين د دوديز کلتور نندارتون کتلی او له افريقا سره د چين د طبي مرستندويه ډلې کیسې يې اورېدلې دي. د چين او افريقا ماشومانو د پنګ لي يوان له اوږدمهاله پاملرنې څخه مننه څرګنده کړې او خپل احساسات يې ورسره شريک کړي دي.

په ۲۰۲۳م کال کې، پنګ لي يوان او د افريقا ”لومړۍ مېرمن“ د پرمختګ ټولنې په ګډه سره د ماشومانو د پاملرنې په پار د چين او افريقا فعاليت جوړ کړی. دواړو خواوو څه باندې په ۵۰ افريقايي هېوادونو کې د يتيمانو د روغتيا د پاملرنې فعاليتونه هم تر سره کړي او مثبتې پایلې یې ورکړې دي.