د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د نګوين فو ترونګ د مړينې په پار د ويتنام د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې ته د تسليت پيغام ولېږه
CGTN2024/07/20 11:21:05
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د جولای په ۱۹مې نېټې د ويتنام د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د عمومي منشي نګوين فو ترونګ د مړينې په پار دغې مرکزي کمېټې ته د تسليت پيغام لېږلی.

په ياد پيغام کې راغلي، چې د چين کمونېست ګوند او چينايانو د نګوين فو ترونګ په مړينې سره يو ښه رفیق او ورور له لاسه ورکړی دی. موږ د ويتنام د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، حکومت او خلکو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.

سربېره پر دې په ياد پيغام کې راځي، چې رفیق نګوين فو ترونګ د چین د کمونېست ګوند او چينايانو ښه رفیق او ملګری و. هغه د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره يو ځای د چين او ويتنام ترمنځ اړيکې پياوړې کړې او د ګډ برخليک ټولنه یې ورسره جوړه کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې يې پرمخ بېولې دي. د چين کمونېست ګوند، حکومت او خلک به تل نګوين فو ترونګ په خپلو خاطرو کې په یاد ولري.