د چين مېډيا ګروپ خبريالې څه موده مخکې د سليمان ټاپوګانو له صدراعظم جېري مياح مانېلي سره مرکه وکړه.
ښاغلي مانېلي د خبريالې هغې پوښتنې ته چې، تاسو څنګه د يو چين پر اصولو ټينګار کوئ؟ داسې ځواب ورکړ، چې د جولای په ۱۱مه نېټه مې د چين له صدراعظم لي چيانګ سره، د جولای په ۱۲مه نېټه د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره کتنه وکړه، په دواړو کتنو کې مې د يو چين پر اصولو د ټينګار ژمنه وکړه. موږ له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې متقابل درناوی وکړي او د يو چين اصولو احترام وکړي. موږ ټول د ملي حاکميت لرونکي او خپلواک هېوادونه يو. د ملګرو ملتونو په منشور کې په څرګنده توګه ليکل شوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت د ځمکنۍ بشپړتيا درنای کول يو بنسټيز اصل دی.
ښاغلي مانېلي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سره د کتنې په هکله وويل، چې زه د رئيس شي جين پينګ لوړه ستاينه کوم، چې په وروستيو کلونو کې يې زيات ګټور وړانديزونه کړي دي، نړيواله ټولنه بايد دغه وړانديزونه په نظر کې ونيسي او ورڅخه ملاتړ وکړي، مثلاً د پرمختګ نړيوال وړانديز. دغه وړانديزونه په سوله کې د ګډ ژوند او د متقابل درناوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو د نظريې پر بنسټ دي او د ستاينې وړ دي. زه د رئيس شي جين پينګ دغه لرليد احترام کوم. هغه زياته کړه، چې شي جين پينګ يو لوی رهبر دی، چې تل د چين د ګټو لپاره خدمت کوي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. هغه له نورو پرمختيايي هېوادونو سره ګټورې تجربې شريکول غواړي. د سليمان ټاپوګان پرمختيايي هېوادونه دي او بايد د چين د پرمختګ له تجربو څخه ګټه واخلي.
ښاغلي مانېلي د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په هکله د خبريالې پوښتنې ته ځواب ورکړ، چې دغه وړانديز زموږ لپاره ډېر مهم دی او موږ د دې پلان يوه برخه يو. موږ د دې وړانديز په چوکاټ کې د چين په مرستې زياتې پروژې لرو. له چين څخه زما د ليدنې په موده کې مو ورسره يو نوی همکاريز سند لاسليک کړی، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز به د سليمان ټاپوګانو د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۳۵کال پورې د هېواد د پرمختګ له ستراتيژۍ سره ونښلوي.