شي جين پينګ د شان شي ولايت په جا شوې ولسوالۍ کې د يوه پول د ړنګېدو په هکله اړوندو ادارو ته مهم هدايت ورکړ
CMG2024/07/20 16:12:17
شريکول:

د جولای د ۱۹مې نېټې په ماښام د شان شي ولايت د شانګ لو ښار د جا شوې په ولسوالۍ کې د يوه ګړندي سړک پول د غرني سېلاب له امله ړنګ شو، چې په دې وجه ځينې موټر له پول څخه سيند ته ولوېدل. د جولای د ۲۰مې نېټې تر لسو بجو پورې په دې پېښه کې ۱۱تنه ووژل شول، او څه باندې ۳۰ تنه بې درکه شول.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ دغې پېښې ته په درنه سترګه ګوري او اړوندو ادارو ته يې مهم هدايت ورکړ. د هدايت له مخې، تر ټولو بېړنی کار د شته کسانو ژغورل او پاتې نورو پيدا کول دي، څو تر زياتې اندازې پورې د خلکو مرګ‌ژوبلې کچه کمه کړي او د مصيبت ځپلو خلکو کورنيو ته د احوال چارې تر سره کړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي چيانګ هم لارښوونه وکړه.

د شي جين پينګ او لي چيانګ د غوښتنو له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي  بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم جانګ ګو چينګ د اړوندو ادارو د کارمندانو په لارښوونې د پېښې ځای ته د ژغورنچارو لارښوونه کوي.