د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د نړیوالې ادارې پر رغنده لوري ټينګار وکړي
CGTN2024/07/20 16:07:36
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جولای په ۱۹مې نېټې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو غږونه واوري، د ملګرو ملتونو د راتلونکې سرمشريزې(The Summit of the Future)په مناسبت دې نړيواله اداره په لا نور عادلانه لوري پرمخ بوزي او د نړۍ څواړخيز کېدو او د اقتصاد نړيوال کېدو ته دې وده ورکړي. 

د نوموړي په خبره، چین غواړي د شانګهای همکارۍ سازمان د بنسټ ايښودونکي هېواد او نوبتي رئيسه هېواد په توګه له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان ترمنځ ډيالوګ او همکارۍ زياتې کړي، څو نړيواله سوله او پرمختګ پياوړي کړي او د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې ابادۍ لپاره دوامداره هڅه وکړي.