بېجینګ: پر چيني توکو د امریکا له صادراتي کنټرول سره مخالف يو
CMG2024/07/20 14:53:02
شريکول:

د رسنیزو راپورونو له مخې، امریکا پلان لري چې د چين د سېميکواڼدکټر تجارت د مخهنيوي لپاره د جاپان او هالنډ په شمول د ځينو هېوادونو پر تصديو فشارونه واچوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت ویاند د جولای په ۱۹مه نېټه په دې اړه رسنیو ته وویل، سېميکواڼدکټر یو نړیوال صنعت دی چې د څو لسیزو په پرمختګ کې د نړیوال پیوستون همکاريو ته اړتیا لري. دا د بازار د قواعدو او د تصدیو غوراوي پایله ده. امریکا په دې وروستیو کې د ملي امنیت د خوندیتوب په پلمه، د صادراتو د کنټرول تدبیرونو ناوړه استفاده کړې، د نړیوال سېميکواڼدکټر بازار یې کمزوری کړی، او په خپلسري ډول یې د نورو هېوادونو د تصدیو ترمنځ په عادي سوداګرۍ کې لاسوهنه کړې. داسې کړنې د ازادې سوداګرۍ له اصولو او څو اړخیزه سوداګرۍ له نظم څخه انحراف کړی دی او هم د نړیوال صنعتي او عرضه ځنځیرونو ثبات ته زیان رسوي. چین تل له دې سره کلک مخالفت کوي. چین له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د بازار اصول او د تړون روحيه رعايت کړي، د امريکا داسې کړنې پر وړاندې مقاومت وکړي او په ګډه د نړيوال صنعتي او عرضه ځنځيرونو ثبات وساتي.