شي جین پينګ د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا او د چیني شکله عصري کېدو په باب د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړه شرحه کړه
CMG2024/07/21 18:57:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو په سپارښتنه « د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا او چيني شکله عصري کېدو د هڅونې په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې » د طرح کولو په هکله د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې ته معلومات ورکړل.

نوموړي د دغې غونډې د مباحثوي موضوعاتو د ټاکلو په هکله د فکر، د دغې پريکړې د طرح کولو بهير او د دغې پرېکړې د بنسټيز چوکاټ او درې اصلي محتویات تشریح کړل.

شي جين پينګ د مباحثوي موضوعاتو د ټاکلو په هکله وويل، د کمونېست ګوند د اصل دندې له مخې د پلانونو جوړول او د اصلاحاتو ترتيب کول د اصلاحاتو او ورخلاصون په چارو کې د دغه ګوند د د رهبرۍ د برياليتوبونو تجربې دې. د تجربو او د حقايقو د غوښتنو پر بنسټ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو پرېکړه کړې، چې د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا او چيني شکله عصري کېدو د هڅونې په هکله بحث وکړي.

۱. دا د خلکو د زړونو او ځواک د راغونډولو او په نوې زمانه او لاره کې د کمونېست ګوند د اصلي دندې د عملي کولو لپاره بيړنۍ غوښتنه ده.

۲. دا د چين د ځانګړو سوسياليستي  نظامونو او د هېواد د ادارې سيستم او توان د عصري کېدو د هڅولو بيړنۍ غوښتنه ده.

۳.دا د باکيفيته پرمختګ او د هېواد په ټولنه کې د عمده تضادونو له بدلونونو سره د تطابق لپاره بيړنۍ غوښتنه ده.

۴. دا له مهمو او لويو خطرونو او ننګونو پر وړاندې مقابله کې د کمونېست ګوند او د دولت د کارونو د ثابت او دايمي کېدو لپاره بيړنۍ غوښتنه ده.

شي جين پينګ د يادې پرېکړې د بنسټيز چوکاټ او مهمو محتوياتو په هکله وويل، چې د پريکړې سند په بنسټيزه توګه تر ۲۰۳۵م کال پورې د سوسياليزم د عصري کېدو هدف د عملي کولو او په راتلونکو پنځو کلونو کې د مهمو اصلاحاتو د تدبيرونو ترتيب کولو چارو ته پام اړولی او دغه څو ځانګړتياوې لري:

۱.د اقتصادي ميکانيزم د اصلاحاتو د لارښوونې رول ته دې پاملرنه وشي.

۲. په هراړخيزه توګه د نوښتونو د ميکانيزمونو او نظامونو جوړولو ته دې پاملرنه وشي.

۳. هراړخيزو اصلاحاتو ته دې پاملرنه وشي.

۴. د پرمختګ او امنيت همغږۍ ته دې پاملرنه وشي.