د مایکروسافټ سیسټم ستونزو له امله په ټوله نړۍ کې نږدې ۸.۵ ميلیونه اړوند تجهيزات اغیزمن شوي
CMG2024/07/21 14:36:39
شريکول:

د مایکروسافټ شرکت پر ځايي وخت د جولای په ۲۰مه نېټه خبر ورکړی، چې د مایکروسافټ د وينډوز سیستم د سوفټوير د نوښت لپاره د امریکا د کمپیوټري امنیت د ټیکنالوژۍ شرکت "کروډستریک" لخوا برابر شو ، ستونزې لري. د دې تخنيکي ستونزې له کبله په ټوله نړۍ کې نږدې ۸.۵ ميلیونه دغه سيستم لرونکي تجهیزات اغیزمن کړي دي. اوس د ستونزو د ګړندي حل کولو لپاره  "کروډستریک" یو پلان جوړ کړی دی.

د ګرينويچ (Greenwich) پر وخت د جولای له ۱۸مې نېټې ۱۹ بجې څخه د نړۍ په ډیری ځایونو کې د مایکروسافټ وینډوز سیستمونه ګډوډۍ شوې، چې له امله يې هوايي، طبي او مالي سيستمونه، رسنۍ، او ډېر نور صنعتونه اغیزمن شوي دي.

د الوتنې د څارنې ویبسیټ FlightAware د معلوماتو له مخې، د ختیځي امریکايي پر وخت د دې میاشتې د۲۰مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې، په دې هېواد کې نږدې ۲۳۰۰۰ الوتنې ځنډول شوې دي.