اروپايي ټولنه: د عدالت د نړیوالې محکمې د هغې پریکړې ملاتړ کوي چې اسرائیل په غیر قانوني توګه د فلسطین خاوره اشغال کړې
CMG2024/07/21 14:38:31
شريکول:

اروپايي ټولنې پر ځايي وخت د جولای په ۲۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي  چې په دې وروستیو کې د عدالت نړیوالې محکمې د ختیځ بیت المقدس په ګډون د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې د اسرائیلو د ځینو پالیسیو او کړنو لخوا د رامنځته شویو قانوني پایلو په اړه یو مشورتي نظر خپور کړ. دا نظر په بشپړه توګه د اروپایي ټولنې له نظر سره سمون لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غوښتنه، د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه یوه مشورتي نظریه صادره کړه چې د اسرائیلو له خوا د فلسطیني سیمو اشغال له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، نو باید ژر تر ژره دې اشغال پای ته ورسېږي. له دې سربیره د اسرائيلو لخوا په اشغال شويو فلسطيني سيمو کې د ميشت ځايونو جوړول هم له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او بايد ټول اړوند فعاليتونه په سمدستي توګه ودرول شي او هلته ټول ميشت کسان و ایستل شي. اسرائیل باید په اشغال شويو فلسطیني سیمو کې "ټولو اصلي  یا قانوني اشخاصو" ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

د اروپايي ټولنې په اعلاميې کې دا هم ویل شوی، چې په فلسطيني خاورو کې د اسرائيلو اشغال له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او بايد ژر تر ژره پای ته ورسيږي. اسرائیل دې سمدستي هلته د نورو کسانو د مېشتېدو چارې ودروي او د فلسطین له اشغال شویو سیمو دې ټول کسان وباسي.