په تېره مياشت کې د افغانستان د توکو د سوداګرۍ اندازه نږدې يو ميليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی
CMG2024/07/21 11:42:42
شريکول:

د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د جولای په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د مې له ۲۱مې نېټې څخه د جون تر ۲۰مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د توکو د سوداګرۍ اندازه ۹۹۴ ميليونو او ۲۰۰ زور امريکايي ډالرو ته رسېدلی.

شمېرې ښيي، په دغه موده کې د افغانستان د توکو د صادراتو اندازه ۹۳ ميليونو او ۳۰۰ زرو امريکايي ډالرو او د وارداتو اندازه ۹۰۰ ميليونو او ۹۰۰ زرو ته رسېدلې ده.

شمېرې ښيي، چې د افغانستان توليدات په عمده توګه پاکستان، هند او ايران ته صادر کړی او د وارداتو عمده سرچينې ايران، پاکستان او چين دي.

د مالوماتو له مخې، پسته، جلغوزي او اينځرو په شمول تازه او وچه ميوې په افغانستان کې د صادراتو لپاره تر ټولو مشهور توليدات وو.