د يمن پر حدیده ولایت د اسرائيل لخوا هوايي بريد شوی
CMG2024/07/21 15:28:47
شريکول:

د يمن د حوثي وسله والو اړوند المسیره ټلويزيون د جولای په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، د يمن د سور سمندر سره نږدې حدیده بندر په همدې ورځ د اسرائيل د جنګي الوتکو له هوايي بريد سره مخ شو، چې له امله يې لږ تر لږه ۸۰تنه ټپيان شوي دي.

د حوثې وسله والو وياند یحی سریع له دغه بريد وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلی، چې د اسرائيل د بريدونو هدفونه په دغه بندر کې د بريښنا توليدولو فابريکه او د تيلو د زېرمو په شمول ملکي تاسيسات شامل و او دا پر يمن وحشي تيری و.  سرچینې ویلي چې حوثي وسله وال به د اسرائيل په دننه کې پر مهمو هدفونو ځوابي بريد وکړي، تل ابیب به خوندي نه وي.

د اسرائيل دفاعي پوځ د جولای د ۲۰مې نېټې په ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه هېواد د هوايي پوځ جنګي الوتکې په همدې ورځ د يمن د حدیده په سيمه کې د حوثې وسله والو پر نظامي هدفونو بريد وکړ، تر څو په وروستيو مياشتو کې پر اسرائيلو د دوی سل ګونو ځلو بريدونو ته ځواب ورکړي.