شي جين پينګ د نګوين فو ترونګ د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړه
CMG2024/07/21 11:41:18
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۰مې نېټې په ماسپښين په ۴ بجو په چين کې د ويتنام سفارت ته لاړ او د دې هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي نګوين فو ترونګ د مړينې له امله يې خواشيني څرګنده کړه.

شي جين پينګ وویل:  موږ د نګوين فو ترونګ په مړينې سره د چين او ويتنام تر منځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره يو هڅه کوونکی او د سوسياليزم چارو د وده کولو لپاره يو ملګری له لاسه ورکړی او په دې اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوو،  موږ به د دواړو ګوندونو او هېوادونو د اړيکو د ټيګېدو او په نړۍ کې د سوسياليزم چارو د پرمختګ په اړه د نګوين فو ترونګ ستر خدمتونه په زړه او ذهن کې وساتو.

نوموړي زياته کړه، د چين کمونېست ګوند او حکومت د ويتنام له کمونېست ګوند څخه ټينګ ملاتړ کوي چې د خپل هېواد له وضيعت سره سم د سوسياليزم چارو ته وده ورکړي.