د ويتنام د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې، پارلمان، د دولت رئيس، د حکومت او د ويتنام د پلارنی ځای فرنټ(Fatherland Front) مرکزي کمېټې د جولای په ۲۰مه نېټه د يوې ځانګړې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پخواني عمومي منشي نګوين فو ترونګ د جنازې ملي مراسم به د روانې مياشتې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه تر سره شي.
د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د روغتيا کميسيون د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه خبر ورکړی چې د دغې کمېټې د عمومي منشي نګوين فو ترونګ د ورپېښې ناروغۍ له امله په همدې ورځ مړ شوی دی.