د چين د ماشيني او برېښنايي توليداتو د سوداګرۍ تولنې پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصول دې عملي کړي
CMG2024/07/21 11:43:24
شريکول:

د چين د ماشيني او بريښنايي توليداتو د سوداګرۍ ټولنې د جولای په ۱۹مه نېټه په برکسل کې په يوه خبري ناسته کې له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصول دې په عیني، عادلانه او شفاف ډول عملي کړي.

اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د چين د بريښنايي موټرونو ضد تحقيقات پيل کړل. د اروپايي ټولنې کمېټې د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، له چين څخه پر واردوونکو بريښنايي موټرو د مالي مرستې لنډ مهال مالياتو اخيستلو پريکړه يې کړې ده.

د چين د ماشيني او بريښنايي توليداتو د سوداګرۍ ټولنې د جولای په ۱۸مه نېټه د اروپايي ټولنې کمېټې د شواهد اورېدلو په يوه غونډه کې د چين ۱۲ شرکتونو په استازيتوب د چين نظريې بيان کړې دي.