د چين د نوي باکيفيته توليدي ځواک پرمختګ د نړۍ لپاره څه اهميت لري؟
CMG2024/07/21 12:13:09
شريکول:

د نوي باکيفيته توليدي ځواک پرمختګ د چين په اقتصادي چارو کې يوه مهمه او ګرمه کلمه ګرځيدلې ده. د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د چين د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا په هکله نوې نقشه جوړه شوه او پکې ویل شوي چې بايد د مختلفو ځايونو د شرايطو له مخې د نوي باکيفيته توليدي ځواک د پرمختګ ميکانيزمونه او نظامونه بشپړ شي. د شنونوونکو په اند، چين د اړوندو اصلاحاتو د ژورتيا له لارې د نوي باکيفيته توليدي ځواک روزنې، پرمختګ او پراختيا لپاره ميکانيزمونه جوړ کړي او باکيفيته پرمختګ او چيني شکله عصري کېدو ستر خوځنده ځواک برابر کړي.

د نړيوال پرمختګ عمومي تمايل او د چين پرمختګ ته په کتو، خلک د چین د لوی رهبر لخوا د نوي باکيفيته توليدي ځواک د پرمختګ پر اهميت پوهېږي. که په نړیواله کچه وکتل شي، د انسانانو په تاريخ کې د صنعتي چارو، د معلوماتو او مخابراتو انقلاب ټول د توليدي ځواک د سمون له لارې رامنځته شوي. د ساينس او ټکنالوژۍ پرمختګ ورځ په ورځ د نوي کېدو په حال کې دی، نو نړيوال اقتصاد حتما د نوي توليدي ځواک له لارې نوی پرمختګ ومومي. د چين په دننه کې اقتصاد د ژورو اصلاحاتو په حال کې دی او د جي ډي پي پرمختګ يوازينی معيار نه دی او اقتصادي اصلاحات د باکيفيته پرمختګ پړاو ته داخل شوي.

په ياده غونډه کې «د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصري کېدو د پرمخبيولو په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړه» تصويب شوه او د دې پرېکړې له مخې، په چين کې د نوي باکيفيته توليدي ځواک د پرمختګ فکر ډېر څرګند دی. چين به نوې سمسورې توليدي چارې ایجاد کړي او نورو ته به د زده کړې وړ شي، له راتلونکي سره سمون لرونکې توليدي چارو ته به پرمختګ ورکړي، عنعنوي توليدي چارې به لوړې او سمې کړي، د توليدي چارو د لوړې کچې، د ډجيټلي کېدو او زرغون پرمختګ هڅونه به وکړي. دغه راز چين به د حقايقو پر بنسټ د مختلفو ځايونو د شرايطو او سرچينو، د توليدي چارو د بنسټونو، د ساينس د څيړنې شرايطو له مخې د نويو توليدي چارو، شکلونو او انرژيو پرمختګ لارې چارې وټاکي.

له د اصلاحاتو او پرمختګ لوړې کچې ته په کتلو سره، د نوي باکيفيته توليدي ځواک پرمختګ لپاره بايد د اصلاحاتو ژورتيا پر بنسټ د اقتصاد، ساينس او ټکنالوژۍ او استعداد لرونکو کسانو ميکانيزمونه بشپړ شي او د لوړې سويې ورخلاصون له لارې ښه نړيوال چاپيريال جوړ شي.

اوسمهال، د چين په بېلا بېلو ځايونو کې نوی باکيفيته توليدي ځواک د پرمختګ په حال کې دی. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د لويې پيمانې د لوړې تکنالوژۍ توليدي چارو د زياتولو اندازه د تېر کال په پرتله ۸اعشاريه ۷سلنې ته پورته شوې، د لوړې ټکنالوژۍ په توليدي چارو کې د پانګونې د زياتوالو اندازه ۱۰اعشاريه ۶ سلنې ته، د معلوماتو ليږلو، د سوفت وير او د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمټ د عصري خدمتي چارو د زياتوالو اندازه څه باندې لس ګونه سلنې ته، د دري ډي پرينټر ( 3D Printer)، د خدمتي روبورټونو، د مصنوعي سمارټ ساعت په شمول پر مصنوعي ځيرکتيا سنبالو توليداتو د زياتولو اندازه په جلا جلا توګه ۵۱اعشاريه ۶، ۲۲اعشاريه ۸ او ۱۰اعشاريه ۹سلنې ته رسېدلي دي، سربيره پر دې ، د نوې انرژۍ موټرو او د لمريزې انرژۍ بيټرۍ د توليدولو چارو هم ښه پرمختګ موندلی دی.

د چين د اقتصاد د روان کال د لومړي نيمايي د راپور له مخې، د نوي باکيفيته توليدي ځواک په برکت، د چين اقتصاد په نوي او زرغون شکل پرمختګ کوي، چې نه يوازې چين، بلکې نړۍ ته ګټې رسوي.

د نړيوالو تصديو په هکله نوی باکيفيته توليدي ځواک د ستر بازار برابرېدو معنا لري، چې په چين کې سرمايه ګذاري زياته شوې. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د لوړې ټکنالوژۍ په وسيله د توليدولو په چارو کې د پانګونې انډول په پر له پسي ډول زيات شوی او په چين کې د نويو بهرنيو پانګونکو تصديو شمېر هم زيات شوی. د بريتانيې د استراځينيکا (AstraZeneca) شرکت په چين کې د نويو درملو د توليدولو فابريکه جوړه کړه، د جرمني د سيمينس (SIEMENS) شرکت د چين پر مصنوعي ځيرکتيا سنبالو توليداتو او د ځيراک ټرافيک په شمول بازار پرانيستلی، د امريکا ايپل (Apple) شرکت په شانګهای ښار کې د څيړنې لابراتوار جوړ کړ...... د دغو نړيوالو شرکتونو په سترګو کې د چين د لويې پيمانې بازار کې يو ځای پيدا کول او نويو تېکنالوژيو، وړتياوو او توليدي چارو ته پاملرنه کول او د چيني شکله عصري کېدو په ابادۍ کې ګډون کول به ځان ته زياتې ګټې ورسوي.

چين په ټوله نړۍ کې د بيا استفاده کوونکو انرژيو په برخه کې د تر ټولو لوی بازار او د ماشينونو د توليدولو تر ټولو لوی هېواد په توګه په مسلسله توګه نړۍ ته ښه توليدات برابر کړي او کوي يې، چې د نړۍ د زرغون پرمختګ بهير يې چټک کړی.

اټکل کېږي، چې د چين د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا سره سره نوي باکيفيته توليدي ځواک به د اقتصادي پرمختګ ته زياتې ګټې ورسوي او د باکيفيته پرمختګ او د چيني شکل عصري کېدو هڅونه به وکړي، دغه راز به نړيوال اقتصاد ته فعال ځواک ورسوي.