د روسیې دفاع وزارت: زموږ پر هوايي حریم مو د امریکا د تېري مخه نیولې
CMG2024/07/22 15:04:14
شريکول:

 د روسیې د دفاع وزارت د جولای په ۲۱مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې د امریکا الوتکو د روسيې پولې ته نږدې د بارینټس سمندر په فضا کې يې د برید موخه درلوده، د روسيې د دوو جنګي الوتکو له خوا يې مخه نیول شوې ده.

په خبر کې راغلي دي چې د روسیې د هوايي حریم د څارنې سیستم د بارینټس سمندر په اوږدو کې د امریکا الوتکې کشف کړې چې غوښتل يې د روسيې پر هوايي حریم تېری وکړي.

د دغو هوایي اهدافو د پیژندلو او د روسیې له هوایي حریم څخه د دوی د سرغړونې د مخنیوی لپاره، د روسیې د هوایی دفاع ځواک یوه میګ-۲۹ او يوه میګ ۳۱ جنګي الوتکې په بیړنۍ توګه الوتنه وکړه. د روسیې لخوا دا تائید شوې چې امریکا وغوښتل چې د دوو B-52H  سټراټژيکو بم غورځوونکو الوتکو په وسیله په روسیه کې اهداف په نښه کړي.