د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ژن ای پرښې په اړه د چین او فلیپين د لنډمهالي ترتیب په هکله د خبریال پوښتنې ته ځواب ورکړ
CMG2024/07/22 14:59:19
شريکول:

د چین د بهرنیو وزارت ویاند د جولای په ۲۱مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د ژن ای پرښې په اړه د چین او فلیپين د لنډمهالي ترتیب په هکله د خبریال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

نوموړي لومړی پر دې ټینګار وکړ، چې ژن ای پرښه د چین د خاورو یوه برخه ده. چین د دې پرښې په شمول پر نان شه ټاپوګانو او شاوخوا سمندري قلمرو پوره حاکمیت لري. چین د ژن ای پرښې د چلند لپاره درې اصول په ډاګه کړی چې:

۱، د فلیپین پوځی بېړۍ د اوږدې مودې راهیسې په ژن ای پرښه کې پاتېدکېدو د چین حاکمیت نقض کړی او د جنوبي سمندر د اړوندو خواوو عملونو له اعلامیې څخه سرغړونه ده. چین له فلیپين څخه همیشه غوښتي چې سمدلاسه دغه پوځي بېړۍ لرې کړي.

۲، که فلیپين د یادې پوځي بېړۍ تر لرې کولو مخکې په دغه بېړۍ کې اوسېدونکو کسانو ته د ژوند اړتیا وړ توکو د لیږلو اړتیا لري، نو چین به د بشردوستۍ له لحاظه ورته اجازه ورکړي او ټول بهیر به وڅاري.

۳، که فلیپين دغې پوځي بېړۍ ته ګڼ شمېر ساختماني مواد ولیږي او د ثابتو تجهیزاتو یا دایمي پوستې د جوړولو نیت لري، نو چین به په هېڅ وجه ورته اجازه ورنه کړي او هرومرو به د دې عمل مخه ونیسي.

چین د دغو اصولو پر بنسټ له فلیپين سره مشورې کړې او څو ورځې مخکې یې د فلیبين یادې پوځي بېړۍ ته د بشردوستانه موادو لیږلو لندمهالی ترتیب جوړ کړی دی .