د چین د اصلاحاتو د نور ژورتیا او د چین بڼه عصري کېدو بهیر د پرمخبیولو په اړه د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې پرېکړې د جولای په ۲۱مه نېټه خپرې شوې، پکې د دغه هېواد د ټولنې ادارې د اصلاحاتو په اړه یو لړ اقدامات وړاندې شوي، مثلا د نفوس د واحدې ادارې نظام جوړول، د ټولنیزو چارو د کارکوونکو ګروپ جوړونه پياوړتیا، د داوطلبه خدمت سیستم جوړونې پرمخبیول او د ټولنې ادارې توان لوړول او داسې نور.
د چین د خلکو د عامه امنیت پوهنتون د ټولنیز خوندیتوب پوهنځي پروفیسور وو شیان جیانګ وویل، د نفوس په واحده اداره کې د نفوس د ثبتولو کارونه، د نفوس مالوماتي اداره او د نفوس خدمتي اداره شامل دي. د دولت په کچه د نفوس واحده اداره به د اتباعو د قانوني حقونو ضمانت وکړي، خلکو ته به نورې استانتیاوې برابرې شي، د اقتصاد او ټولنې پرمختګ به وهڅول شي، په عین وخت کې به د ټولنیزې ادارې او دولتي امنیت د ساتلو لپاره بنسټ کېښودل شي.