د چين د اصلاحاتو نوی پلان به نړۍ ته نوې ګټې ورسوي
CGTN2024/07/22 14:57:00
شريکول:

 (( د اصلاحاتو د لا نورې هراړخيزې ژورتيا او چيني شکله عصري کېدو د هڅونې په هکله د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړې)) د جولای په ۲۱مه نېټه خپرې شوې، کوم چې د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې تصويب شوې. په دې پرېکړه کې لیکل شوي، چې د ورخلاصون پر اساسي پاليسۍ ټينګار دې وساتل شي او د ورخلاصون له لارې دې اصلاحات پياوړي کړل شي، څو د لوړې سویې ورخلاصون نظام جوړ شي. د شنونکو په اند، چين په دې پرېکړه کې د ورخلاصون د پراختيا پلان څرګند کړی او د اصلاحاتو د نوي پلان له لارې به نړۍ ته نورې زیاتې ګټې ورسوي.

ورخلاصون د چيني شګله عصري کېدو  ښکاره نښه ده. دغه هېواد په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د ورخلاصون د پياوړتيا په برخه کې ډېرې زياتې هڅې کړې. د مثال په توګه، د ازادې سوداګرۍ د ازمويښت ۲۲ سيمې يې جوړې کړې، د های نان ولايت د ازادې سوداګرۍ بندر يې جوړ کړی، د سیمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو د تړون لاسليک لپاره يې هڅه کړې، د بهرنۍ پانګې منفي لېست يې کم کړی، د کمربند او لارې باکيفيته ابادۍ ته يې وده ورکړې، د وارداتو نړيوال نندارتون،‌ د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون او د مصرفي توکو نړیوال نندارتون يې جوړ کړی. چین په تېرو مسلسلو ۷ کلونو کې په نړۍ کې د موادو سوداګرۍ په برخه کې لومړی لوی هېواد ګرځېدلی او په بهر کې د پانګونې په برخه کې په تېرو مسلسلو ۱۱ کلونو کې د نړۍ  مخکښ  درېیم مقام يې نيولي. د دغه هېواد پانګه په ۱۵۵ هېوادونو او سيمو کې اچول شوې ده.

له دې ټولو معلومېږي، چې چين له نړۍ سره لوی بازار شريک کړی. د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې دا ياده شوې، چې دغه هېواد به د لوی بازار له لارې  په نړيوالو همکاریو کې د ورخلاصون توان لوړ کړي. مانا يې دا ده، چې اوس چين د ورخلاصون د دروازو  لا نورو پرنيستلو لپاره په هڅه کوي، څو لوی بازار يې له نړۍ سره شريک کړي. په چين کې د جرمني سېنهېسېر شرکت (Sennheiser) د خرڅلاو يو مسئول جاو شياو چوان سي جي ټي اين (CGTN) ته ويلي، چې د چين بازار له خوځند ځواک او فرصتونو څخه ډک دی، نه يوازې د نوي پروګرام، بلکې د نوي تخنيک او تولیداتو لپاره ډېر مناسب دی.

د ورخلاصون پراخېدل له يوې خوا له بهر څخه تولیدات واردول او پانګه راجلبول دي، له بلې خوا بهر ته توليدات صادرول او پانګونه اچول دي. اوسمهال د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرونو، ليتيم بېټريو او د لمريزې انرژۍ تولیداتو په شمول د چين نوي تولیدات په بهرني بازار کې له تود هرکلي سره مخامخ دي، چې نه یوازې يې نړۍ ته باکيفيته تولیدات زيات کړي، بلکې د ځايي اقتصادي جوړښت سویې لوړول یې هڅولی. د دې تر څنګ، د کمربند او لارې د ابادۍ په اړه د چين وړانديز هم ډېرو هېوادونو ته بدلونونه اړولي دي. په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د نړۍ له ۷۵ سلنې  زیات هېوادونه او څه باندې ۳۰ نړيوال سازمانونه په دې وړانديز کې شامل شوي او نږدې د ټريليون ډالرو په ارزښت پانګه يې راجلب کړې. د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې دا وړاندیز شوی، چې د کمربند او لارې باکيفیته ابادۍ ته دې نوره وده ورکړل شي، په دې سره به نړۍ ته نوی خوځند ځواک برابر او د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته نورې زیاتې ګټې ورسول شي.

د جرمني د فیډرالي اقتصادي پرمختګ او بهرنۍ سوداګرۍ ټولنې (BWA) رئيس ميشايل سچومان (Michael Schumann ) د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې په اړه ويلي، چې د دې غوڼدې لارې به د چیني شکله عصري کېدو د پرمختګ بهير وليدل شي او لوېديځ هېوادونه ترې زده کړه کولای شي.

په دې کې هيڅ شک نشته، چې چین به خامخا د لوړې سويې د ورخلاصون له لارې د چيني شکله عصري کېدو ته وده ورکړي او نړۍ ته نورې زياتې ګټې ورسوي.