توني ايستانګويټ: پاريس د نړیوالو کتونکو هرکلي ته چمتو دی
CGTN2024/07/22 10:38:11
شريکول:

ټاکل شوې،چې د پاریس المپيک نړیوالې لوبې د جولای په ۲۷ مه پيليږي، د دغو لوبو د تشکیلاتي کمېټې رئيس توني ایستانګويټ د جولای په ۲۱ مه د دغو لوبو په اړوندې لومړۍ مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې دغو لوبو ته د تياري چارې وروستۍ مرحلې ته داخل شوې او پاريس د نړیوالو کتونکو هرکلي ته چمتو دی.

د معلوماتو له مخې، په دغو لوبو کې نيما يي برخه ګډون کوونکي پلاوي پاريس ته رسېدلي او څه باندې ۲۰۰۰ لوبغاړي د دغو لوبو د لوبغاړو په ځانګړي استوګنځي کې مېشت شوي دي. دغه راز تر ۸ ميلیونو او ۸۰۰ زرو زيات ټکټونه پلورل شوي او څه باندې ۶۵۰۰ خبريالان او کارکوونکي پاريس ته رسېدلي دي.