د تايلند مرستیال صدراعظم: په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير به تايلند ته ښه فرصتونه برابر کړي
CMG2024/07/22 14:38:02
شريکول:

د تایلند مرستیال صدراعظم او د سوداګرۍ وزير پحومټحام وچایاچای په دې وروستیو کې د  چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د چین  کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه څو ورځې مخکې پای ته رسېدلې. دغه غونډه په نوې زمانه کې د اصلاحاتو له لارې د چيني شکله عصري کېدو ته د ودې ور کولو  بهیر پیل شو. دا د تايلند د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ښه فرصتونه برابروي او خامخا به چين، تايلند او نورو هېوادونو له ګډ پرمختګ او سمسورتيا سره مرسته ورکړي.

پحومټحام وویل، چین په نړۍ کې زیات حیاتي ځواک او لویه پیمانه لرونکی بازار دی. چين اوس د لوړ کيفيت اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته وده ورکوي، تر څو د چين شکله عصري کېدو بهیر د پرمخبيولو لپاره په هراړخيزه توګه اصلاحات ژور کړي. دا به د تايلند او چين ترمنځ د همکارۍ د پراخولو او د دواړو هېوادونو د خلکو  ژوند  ښه والي لپاره مثبت رول ولوبوي.

نوموړي وويل، چې تايلند به له چين سره د کمربند او  لارې د ابادولو، د زرغون اقتصاد په برخه کې د همکارۍ پياوړتیا په شمول مهمو برخو کې په ګډه کار وکړي او د پرمختګ او سمسورتيا او ګډو ګټو د تر لاسه کولو لپاره به هڅه وکړي.