چین به د زرغون پرمختګ میکانیزم لا نور بشپړ کړي
CMG2024/07/22 11:20:13
شريکول:

د چین د اصلاحاتو د نور ژورتیا او د چین بڼه عصري کېدو بهیر د پرمخبیولو په اړه  د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې پرېکړې د جولای په ۲۱مه نېټه خپرې شوې، پکې د دغه هېواد د زرغون او ټيټ کربن پرمختګ میکانیزم وړاندې شوی دی.

په یادې پرېکړې کې دا موخه ټاکل شوې چې د ښکلي چین د جوړونې لپاره دې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په هراړخیزه توګه پر زرغون بڼې بدلې شي. پکې د زرغون او ټيټ کاربن پرمختګ میکانیزم د جوړولو په خاطر یو لړ اقدامات هم په ډاګه شوي، لکه له زرغون او ټيټ کاربن چارو څخه د ملاتړ لپاره به د ماليې، پانګونې او بیې په اړه امتیازي تګلارې غوره شي، د نوې انرژۍ سیستم جوړونه دې نوره هم ګړندۍ شي او داسې نور.