د سوډان او ايران اړيکې نوي پړاو ته ننوتلې
CMG2024/07/22 10:57:23
شريکول:

د سوډان د حاکميت کمېټې د جولای په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ايران د نوي سفير حسن شاه ‌حسینی هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوي پړاو ته ننوتلې دي.

د سوډان د یادې کمېټې رئيس او د وسله وال پوځ عمومي قوماندان عبدالفتاح البرهان په همدې ورځ په دغه هېواد کې د ايران د نوي سفير حسن شاه حسيني لخوا وړاندې شوی باورليک منل شوی دی.

شاه حسيني ور پسې په اعلاميه کې ويلي، ایران او سوډان يو بل ته سفيران لېږدول، د خپلمنځي اړيکو ټینګښت د دوی له ګډې نظریې سره سمون لري.