جوبایډن د امریکې په ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې کاندیدۍ تېر شو
CMG2024/07/22 10:36:43
شريکول:

د امریکې ولسمشر جوبایډن د جولای په ۲۱مه نېټه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې کاندیدۍ تر تېرېدو وروسته اعلان وکړ چې د دیموکراتیک ګوند د نوماند په توګه له مرستیالې ولسمشرې کاملا هریس څخه ملاتړ کوي.

بایډن په همدې ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، هغه له ولسمشریزو ټاکنو څخه تېر شو او د ماموریت پاتې موده کې به خپلې دندې په ښه توګه دوام ورکړي.