وانګ يي د امريکا او چين د سوداګرۍ کمېټې له پلاوي سره وکتل
CMG2024/07/23 15:33:43
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا او چين د سوداګرۍ کمېټې له پلاوې سره وکتل.

وانګ يي وويل، د چین او امریکې ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او د بشر له برخلیک سره تړاو لري. چين غواړي چې له امریکا سره ستونزې د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او ګډو ګټو پر بنسټ حل کړي او له دغه هېواد سره د ډیالوګ پياوړتیا، د توپیرونو کمول او همکارۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي هيله ښودلې، د امريکا د سوداګرۍ ټولنه له چين سره همکارۍ وکړي او د چين او امريکا تر منځ اړيکو ته وده ورکړي او د دواړو هېوادوو د خلکو ترمنځ د دوستۍ  پياوړتیا لپاره نوي خدمتونه وکړي.

د فيډاېس(FedEx) شرکت مشر راجش سوبرامانيام په شمول استازو د دې هرکلی کړی چې د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې په هراړخيز ډول د اصلاحاتو پر ژورتيا ټينګار شوی. د امريکا د صنعت او سوداګرۍ ټولنه پر چين باور لري، خپل اغېزې او رول به ولوبوي چې د امريکا او چين تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.