چين د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه
CGTN2024/07/23 10:59:13
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۲۲ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د روان کال له جولای وروسته کله چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه په استانا کې ترسره شوه، چين د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م لپاره د دغه سازمان د رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه او په ۲۰۲۵م  کې به د دغه سازمان د نوې دورې سرمشريزې کوربه وي.

ماو نینګ پدې اړه وويل،چې د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهیسې د غړو هېوادونو ترمنځ سياسي اعتماد او صادقانه همکارۍ په پرله پسې توګه پياوړې شوي او د غړو هېوادونو شمېر يې له ۶ څخه ۲۶ ته زيات شوی او پدې سره داسې جامع سيمه ييز سازمان ګرځېدلی، چې د پوښښ ساحه او نفوس يې تر ټولو زیات دی او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې د تيوریو او عملي تجربو په راټولولو کې خدمتونه کړي دي.