د فلسطين بېلابېلو ډلو د بېجینګ په منځګړيتوب د خپلمنځي ناندريو د ختمولو په پار اعلامیه لاسليک کړه
CGTN2024/07/23 12:49:03
شريکول:

د فلسطين بېلابېلو ډلو د جولای له ۲۱ مې نېټې تر ۲۳ مې نېټې پورې په بېجينګ کې د خپلمنځي جوړجاړي خبرې وکړې او د ۲۳ مې نېټې په سهار يې د دغو خبرو د پای مراسم ترسره کړل.

په دغو خبرو کې د فلسطين د بېلابېلو ډلو استازو د خپلمنځي ناندريو د ختمولو او د فلسطين د داخلي يووالي د پیاوړتيا په پار« د بېجينګ اعلاميه» لاسليک کړه.