د ولسمشرۍ د کانديدانو له سيالۍ څخه د جو بايډن له وتلو څخه ښکاري چې د امريکا سياسي حالت ترینګلی دی
CMG2024/07/23 15:45:31
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د جولای په ۲۱مې نېټې په ټولنيزو رسنيو کې د ۲۰۲۴ م کال د ولسمشرۍ د کانديدانو له سيالۍ څخه د وتلو اعلان کړی او له دې څخه يې ملاتړ څرګند کړی چې د ولسمشر مرستيالې کاملا ديوي هاريس د ډيموکراتيک ګوند د ولسمشرۍ کانديدې په توګه ونومول کېږي. دا له ۱۹۸۶م کال راهیسې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر د خپل ماموريت  مودې د دوام سیالي پريږدي.

په وروستيو کې د امريکا عامه افکارو او جمهوريت پال ګوند په يادې سيالۍ کې د بايډن د برخې اخيستنې پر حالت شکونه څرګند کړی و او پر هغه يې نيوکې کړې دي. د شنونکو په اند د ډيموکراتيک ګوند د لوړ پوړيو غړو تر فشارونو او د ولسمشرۍ سيالۍ له بهیر سره مرسته کوونکو پانګوالو تر ګواښونو لاندې هغه اړ شوی چې له دې سيالۍ څخه لاس په سر شي، خو دا هم نه معلوميږي چې ايا هاريس د دې ګوند د ولسمشرۍ لپاره د کانديدې په توګه وټاکل شي که نه. د ولسمشرۍ د کانديدانو له سيالۍ څخه د بايډن له وتلو څخه بيا ښکاري چې د دې هېواد سياسي ګوندونه ګټو ته لومړيتوب ورکوي او په پيسو د معاملو له لارې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کوي.

په وروستيو کې عامو افکارو پر ۸۱ کلن بايډن شک څرګند کړ چې ايا هغه د ولسمشرۍ دنده پر غاړه اخيستلی شي که نه. که څه هم د ده ټيم څو څو ځلې ويلي چې روغتيايي حالت يې ښه دی، خو د جون په پای کې يې د ولسمشرۍ ټاکنو له مهم سيال، د جمهوريت غوښتوونکي ګوند له مشر او پخواني ولسمشر دونالډ ټرامپ سره په تلويزيوني مناظره کې خبرې یې ډېرې ګډې وډې وې چې عامو افکارو او ګوند يې بيا د ده پر روغتيایي حالت انديښنه څرګنده کړې ده. د دغه هېواد د پارلمان څه باندې ۳۰ ډیموکراټو غړو په علني توګه له بايډن څخه د ولسمشرۍ له سيالۍ څخه د وتلو غوښتنه وکړه.

امريکايي خبري رسنيو په وروستیو ورځو کې د سرچينو له قوله ويلي چې د پخواني ولسمشر اوباما او د استازو جرګي پخوانۍ مشرې نانسي پيلوسي په شمول د ډيموکراتيک ګوند مهمو غړو له بايډن سره د نظريو په تبادله کې هم انديښنه ښودلې او هيله يې څرګنده کړې چې هغه له يادې سيالۍ څخه ووځي. د دغو راپورټاژونو په خپرېدو سره پر بايډن شکونه هم ډېر پيدا شوي دي.

په عين وخت کې د ډيموکراتيک ګوند ځينو پانګوالو هم په جلا جلا توګه له بايډن څخه  له مالي ملاتړه لاس اخيستی دی. د امريکا د نيويارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، اټکل کېږي چې په جولای کې له بايډن څخه مالي ملاتړ د جون په نسبت نیمه برخه کم شوی او ښايي ۲۵ مليونو ډالرو ته راټيټ شي.

سربېره پردې د ولسمشرۍ سيالۍ په پار د بايډن ټيم د سروې له مخې په ځينو مهمو ايالتونو کې له بايډن څخه د ملاتړ انډول له ټرامپ څخه وروسته پاتې دی او په ځينو هغو ايالتونو کې چې ښايي برياليتوب تر لاسه کړي، دغه انډول هم د انديښنې وړ دی.

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د نومبر په پنځمه نېټه تر سره شي او له اوس نه یوازې څه باندې درې مياشت پاتې دي. د امريکا د سي بي اېس  شرکت دې ته په اشارې ويلي چې د دې هېواد په تاريخ کې  مو هېڅکله دغه حالت نه دی ليدلی چې برحاله ولسمشر د ولسمشرۍ د سيالۍ په وروستي پړاو کې تېر شو چې همدا هم له ټرامپ سره تر تلويزيوني سیالۍ وروسته د ده پر وړاندې موجود سخت بحران  و.

د امريکا د ولسمشرۍ له سيالۍ څخه د بايډن له وتلو څخه بيا ښکاري چې د دې هېواد سياسي ګوندونه ګټو ته لومړيتوب ورکوي او په پيسو د معاملو له لارې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کوي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال پيټر بيک ويلي چې د ډيموکراتيګ ګوند لوړي پوړی غړي د بايډن په اړه د سروي پر نتيجې حيران شوی او هغو پانګوالو چې غوسه يې ښودلې، په ګواښونو سره ويلي چې له سيالۍ څخه به پانګه وباسي چې همدا به په دې ټاکنو کې د دې ګوند پر عمومي ګټو منفي اغيزه وکړي. نو هغوی په جلا جلا توګه بايډن هڅولی چې له دې سيالۍ څخه ووځي. خو په عين وخت کې د سروې د نتيجې له مخې له دونالډ ټرامپ څخه د ملاتړ انډول د بايډن په پرتله مخکی پاتې دی او مالي ملاتړ یې هم د ډېرېدو په حال کې دی.

د چين د ژن مین پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي پروفيسور دياو دا مينګ ويلي چې اوس د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو کورني او بهرني موضوعات ټول لوې ستونزې بلل کيږي چې پکې تضادونه ډېر دي. دا د امريکا پر وړاندې مشکلات هم دي. که بايډن او یا ديموکراتيک ګوند نور غړي له ترامپ سره سيالي وکړي، په امريکا کې له دغو ټاکنو څخه د دوو هغو ډلو ترمنځ سيالي ښکاري چې نظرونه يې يو له بل سره ډېر توپيرونه لري.