چیني پوست رسان لوان يو شوای: زه به ځان په ټول توان د پاريس اولمپيک لوبو د ځغاستې د عامو مينه والو د سيالۍ لپاره چمتو کړم
CMG2024/07/23 14:39:14
شريکول:

د پاريس نړيوالې اولمپيک لوبې به په راتلونکې اوونې کې پيل شي او په دغو لوبو کې به د اولمپيک په تاريخ کې په لومړي ځل د ځغاستې د عامو مينه والو لپاره د ماراتون سيالي ترسره شي او څه باندې ۴۰۰۰۰  د ځغاستې غیر مسلکي مينه وال به پکې ګډون ولري .

د چين پوست رسان لوان يو شوای له يادو مينه والو څخه دی. نوموړي د چين په يوه غرنۍ سيمه کې زېږېدلی، کله يې چې دنده پيل شوه، له ماراتون سره يې مينه پيل شوه. هغه کله کله په خپلو پښو ۵ کیلوګرام د شګو کڅوړه تړي او پدې سره پوست رسوي او له کار وروسته بيا د شپې ځغاستې کوي.

نوموړی پدې وروستيو کې د اولمپيک لوبو د عامه مينه والو ماراتون سيالۍ ته په تياري بوخت دی، هغه وايي، زه به په ټول توان په ځغاسته کې هڅه وکړم او نور کسان تشويق کړم.