شي جین پینګ د رواندا ولسمشر په توګه د پار پال کاګامي د بیا ټاکل کېدو په پار هغه ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2024/07/23 17:10:38
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د جولای په ۲۳مه نېټه د رواندا د ولسمشر په توګه د پار پال کاګامي د بیا ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پینګ دې ته په اشارې ويلي چې رواندا د چين عنعنوی دوست هېواد دی، له وروستيو کلونو راهيسې ورسره دوه اړخيزو اړيکو چټک پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې يې همکاريزې لاسته راوړنې درلودلې چې عنعنوي دوستي لا ټينګه شوې ده.

ده وويل: زه غواړم چې له ولسمشر کاګامي سره د دواړو خواوو د متقابل سياسي باور، په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا او د دوه اړاخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره هڅې وکړم.