د چين او جنوبي اسيا اتم نندارتون پرانيستل شو
CMG2024/07/23 16:33:44
شريکول:

د چين او جنوبي اسيا  اتم شپږ ورځني نندارتون د جولای په ۲۳مه نېټه د چین د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو. په روان نندارتون کې ۸۲ هېوادونه، سیمې او نړیوال سازمانونه او له ۲۰۰۰ څخه ډېر شرکتونه ګډون لري چې نږدې نیمایي یې له جنوب اسیا او جنوب ختیځې اسیا څخه پرته نور بهرني شرکتونه دي.

د "يووالي، همکارۍ او د ګډ پرمختګ په لټه کې" تر عنوان لاندې به د سږ کال نندارتون د چين او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د زياتو امکاناتو لرونکي صنعتونه په هراړخيزه توګه نندارې ته وړاندې کړي، لکه زرغون انرژي، عصري کرنه، طبي خدمتونه او کلتوري سیلانۍ.

د چین د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چین او جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې ۲۰۰ ملیارډو ډالرو ته رسېدلی چې په ۲۰۱۳م کال کې د دې نندارتون د لومړۍ دورې په پرتله دوه چنده شوی دی.