چین: دا ډېر اهمیت لري چې نړیوالې محکمې د اسراییل له خوا د فلسطیني سیمو لاندې کېدو غیرقانونيتوب تایید کړی
CMG2024/07/23 11:13:08
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۲۲مه نېټه وویل، نړیوالې محکمې د اسرائیل لخوا د فلسطیني خاورو د نیونې په هکله دا تاییده کړې چې د اسرائیل دغه عمل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او باید سمدلاسه دغه عمل پای ته ورسوي. د نړیوالې محکمې دغه پرېګړه ستر اهمیت لري.

مېرمن ماو نینګ وویل، نړیواله ټولنه دغه دوسیه له نږدې څاري. چین د یو مسولیت منونکي هېواد په توګه د دې دوسیې د سپیناوي په بهیر کې فعال ګډون کړی او د نړیوالو قوانینو په اړه یې غوڅ دریځ څرګند کړی. دغه دریځ د نړیوالې محکمې په پرېکړه کې ښکار شوی دی. چین به په دوامداره او رغنده توګه د نړیوالو قوانینو په چارو کې ګډون وکړي او د نړیوال عدالت او د نړیوالې ادارې د ساتلو لپاره به اغېزمن کوښښونه وکړي.