په افغانستان کې د چین سفير جاو شينګ د چين او افغانستان د جلغوزيو د همکارۍ تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2024/07/23 19:31:20
شريکول:

د چين د سونګ ګوان شرکت (Pinecrown) او د افغانستان د بلو اوشن ګروپ (Blue Ocean Sight Group) د جولای په ۱۳مه نېټه د جلغوزيو توليد د همکارۍ تړون د لاسليک مراسم ترسره کړل. په افغانستان کې د چين سفير جاو شينګ په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

جاو شينګ په خپله وينا کې وويل، د چين او افغانستان دوستي اوږد تاريخ لري. دواړه هیوادونه له لرغونې زمانې راهيسې ښه ګاونډيان، وروڼه او ملګري دي. یادې دواړه تصدۍ به د جلغوزیو د چمتو کولو په برخه کې اغېزمنې همکارۍ وکړي، په دې بهیر کې به د چين پرمختللې تکنالوژۍ او اتوماتیک ماشينونه وکارول شي، تر څو د افغانستان کرکیلې ټکنالوژۍ سویې او د کرنيزو تولیداتو کيفيت لوړ شي، په دې سره به د افغانستان کرهنیزې چارې په نږدې وخت کې عصري شي او ځايي خلکو ته به زیاتې ګتې ورسول شي.

د همکاریز تړون له مخې، د چین د سونګ ګوان شرکت به سږ کال په  کابل کې د جلغوزو د چمتو کوونکې فابریکې د جوړولو لپاره ۱۵ میلیونه ینه پانګونه وکړي چې تولیدي توان یې۵۰۰ ټنه دی. راتلونکی کال به پانګونه یې ۸۰ میلیونه ینو ته ورسېږي، تولیدي توان به یې ۲۰۰۰ ټنو ته لوړ شي او د تولیداتو ارزښت به یې ۱ ملیارډ ینو ته ورسېږي.