د چين او مالديو د بهرنيو چارو وزیرانو یو له بل سره خبرې اترې وکړې
CGTN2024/07/23 14:16:48
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۲مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې له خپل مالديویا يي سيال موسا ضمیر (Moosa Zameer) سره خبرې اترې کړې دي.

وانګ يي په ياده لیدنه کې ويلي، چې د روان کال په جنورۍ کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مالديو له ولسمشر محمد مويزو (Mohamed Muizzu) سره موافقې کړې وې، چې د چين او مالديو ترمنځ اړيکې په هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلې کړي او د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. د هغه په خبره، هېواد يې غواړي له مالديو سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې پلي کړي، سیاسي اعتماد ژور کړي،‌ د بېلابېلو کچو دوستانه تګ راتګ زيات کړي او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ټينګې کړي.

د ضمیر په خبره، هېواد يې باور لري، چې د چين د اصلاحاتو نوره هراړخيزه ژورتيا به نړۍ ته نورې زياتې ګټې ورسوي. مالديو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي، چې د کمربند او لارې په ګډه ابادۍ کې ګډون وکړي، د دوه اړخيزې سوداګرۍ، سيلانيزو چارو او کلتور په برخه کې همکارۍ ژورې کړي.