د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۲۳مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، د فلسطين د بېلابېلو ډلو استازو د جولای له ۲۱ مې نېټې تر ۲۳ مې نېټې پورې په بېجينګ کې د خپلمنځي جوړجاړي خبرې وکړې او په ۲۳مه نېټه یې د خپلمنځي ناندريو د ختمولو او د فلسطين د داخلي يووالي د پیاوړتيا په پار« د بېجينګ اعلاميه» لاسليک کړه.
ماو نینګ وویل، دا لومړی ځل دی چې د فلسطین د ۱۴ سیاسي ډلو استازي په بېجینګ کې راغونډ شوي، خبرې کوي او دغه ډیالوګ یې د فلسطین خلکو ته ارزښتناکه هیله پيدا کړې ده. ۱۴ سیاسي ډلو په دغه ډیالوګ کې یووالی او اجماع څرګنده کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم په دغه ډیالوګ کې ګډون کړی او دغې غونډې ته یې د غزې شخړې د ختمولو لپاره د چین وړاندیزونه وکړل چې لومړی باید په غزه کې هراړخیزه او دایمي اوربند عملي شي، دغې تړانګې ته دې د بشردوستانه مرستو عادي ننوتل تضمین شي. دوهم، د فلسطینیانو لخوا د فلسطین د ادارې اصل دې جدي تطبیق شي چې تر شخړې وروسته د غزې تړانګې اداره پرمخ يوړل شي. درېیم، نړیواله ټولنه باید ملګري ملتونه فلسطين د رسمي غړي په توګه ومني او د دوو هېوادونو لایحه دې پلې کړي.