په چین کې بهرنيو ډيپلوماټانو د ورېښمو لارې هنري نندارتون ستاینه وکړه
CMG2024/07/23 10:47:08
شريکول:

په دې وروستيو کې د ورېښمو لارې هنري نندارتون په بېجينګ کې پای ته ورسېد.

دغه نندارتون د روان کال له جنورۍ څخه پيل شوی او د بېجينګ مينګشنګ هنري موزيم او په نړۍ کې له ۶۰ څخه زياتو موزيمونو، کلتوري او هنرۍ ادارو له خوا په ګډه جوړ شوی و.

په چين کې بهرنیو ډیپلوماټانو او سفیرانو له دغه نندراتون څخه ليدنه کړې او د هغې ډېره ستاینه يې کړې ده.

په چين کې د بنګلاديش سفير ډاکټر جاشم الدین ويلي، چين سله خوښونکی هېواد دی او د وريښمو لار د هغې مفکورې ښودنه کوي، چې له مخې يې هېوادونه يو له بل سره وصلوي، د ګډو همکاريو له لارې ګډې ګټې ترلاسه کوي او د تمدنونو متقابلې زده کړې کوي. نوموړي هيله ښودلې، چې د اسيا بېلابېل هېوادونه د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ يو له بل سره دوستۍ او همکارۍ ژورې کړي او ګډه سمسورتیا ومومي.

په چين کې د فليپين سفير جايمې فلورګروز وويل، د هېوادونو تر منځ د نږدې اړيکو د ساتلو تر ټولو ښه لاره دا ده، چې يو له بل سره کلتوري، ژبنې او تاريخي تبادلې پياوړې کړي.

په چين کې د جاپان لنډمهالي شارژدافير کويزومي تسوتومو هيله ښودلې، چې د جاپان او چين تر منځ دوستانه اړيکې په ۲۰۲۴م کال کې پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیات شي.

په چين کې د تايلنډ لنډمهالي شارژدافير بنجامين سوکانجاناجتي ويلي، د چين او تايلنډ کلتور یو له بل سره ورته دی او ټايلنډيان هم کورنۍ ته په درنه سترګه ګوري.