په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره د نړيوالو فرصتونو په پار د ډيالوګ غونډه د امريکا په نيويارک کې تر سره شوه
CMG2024/07/23 17:14:51
شريکول:

په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو په ژورتيا سره د نړيوالو فرصتونو په پار د ډيالوګ غونډه د چين د سي اېم جي په کوربه توب د جولای په ۲۲مه نېټه د امريکا په نيويارک کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې د وزير مرستيال او د سي اېم جي مشر شن های شيونګ او په امريکا کې د چين لوی سفير شې فنګ ويډيويي ويناوې وکړې . د چین د اصلاحاتو او دوستۍ جايزه ګټونکي او د امريکا د کوين صندوق رئيس روبيرټ کوين په شمول د دې هېواد د فکري ارګانونو، سوداګريزو او علمي ټولنو نږدې سلو مېلمنو په هر اړخيزه توګه د چين د اصلاحاتو د لا ژورتيا،د چيني شکله عصري کېدو په پرمخ بيولو سره د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو پرمختګونو او د انساني تمدن او ترقۍ د فرصتونو په هکله د نظريو تبادلې وکړې.