د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې په بې ساري ډول د جاپان سل کلنې تصدۍ دېوالیه شوې
CMG2024/07/23 14:54:00
شريکول:

د جاپان د تېکوکو ډیټابانک د تازه سروې نتیجه ښيي، چې د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د جاپان ۷۴ سل کلنې تصدۍ د دېوالیه کېدو او شکست په حال کې دي. دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده دی او له ۲۰۰۰ کال راهیسې لوړ ریکارډ دی.

د لګښت د زیاتېدو له امله د تصدیو ګټې کمې شوې، په عین وخت کې د با استعداده کسانو کمښت د دغو سل کلنو تصدیو د ماتېدو مهم لاملونه دي.

د جاپان د نیهون کېزای شموبون ورځپاڼې د اټکل له مخې، سږ کال ښايي د دېوالیه شویو سل کلن تصدیو شمېر د ۲۰۰۸ کال په نسبت ډېر زیات شي.