اسرائيلي پوځ د اردن سيند پر لوېديځې غاړې بريدونه کړي
CMG2024/07/24 10:42:14
شريکول:

د اسرائيلي پوځ د جولای په ۲۳مه نېټه د اردن سيند پر لوېديځې غاړې بريدونه کړي او له امله يې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.

د اسرائیل پوځ د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوی پوځ، امنيتي ځواکونو او سرحدي پوليسو د اردن سيند د لوېديځې غاړې په تولکرم ښار کې د دوی په وینا د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي عملیات کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي چې اسرائيلي ځواکونو ډېر وسله وال ترهګر وژلي او تر ځمکې لاندې ډېر پټ شوي چاوديدونکي توکي يې له منځه وړې دي.

د اسرائيل هوايي پوځ يوې بې پيلوټه الوتکې هم په دغه عملیاتو کې برخه اخیستې ده.