کاملا هريس به د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنو کې د ديموکراټ ګوند نومانده وي
CMG2024/07/24 10:35:25
شريکول:

د امريکا مرستيالې ولسمشرې کاملا هريس د جولای د ۲۲مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې هغه به د ولسمشرۍ ټولټاکنو کې د ديموکراټ ګوند نومانده وي.

نوموړې زياته کړه، چې هغې د ولسمشرۍ ټولټاکنو کې د ديموکراټ ګوند د نوماندۍ لپاره پوره ملاتړ تر لاسه کړی او هيله يې وښود چې ژر به په رسمي توګه د دغه ګوند نومانده شي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره د خپلې کانديدۍ تر تېرېدو وروسته اعلان وکړ چې د ديموکرټ ګوند د نوماند په توګه له مرستيالې ولسمشرې کاملا هريس څخه ملاتړ کوي.

ټاکل شوې، چې د ديموکراټ ګوند ملي کنګره به د اګست له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې په شيکاګو کې تر سره شي.