وانګ يي د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير ديميتري کوليبا سره خبرې اترې وکړې
CMG2024/07/24 17:42:47
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۴مه  نېټه په ګوانګ جو ښار کې د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير ديميتري کوليبا سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل چې چين او اوکراين يو د بل دوست هېوادونه دي او په دوه اړخیز تګ راتګ کې يې دوستي ټينګه او همکارۍ پاللې دي. له لسګونو کلونو نه مخکې دواړو هېوادونو ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې، له څو لسيزو کلونو راهيسې يې يو د بل درناوی کړی، يو له بل سره يې د مساواتو پر بنسټ چلند کړی او د متقابلو ګټو پر بنسټ يې د خپل منځي همکاريو د پرمخ بيولو لپاره هڅې کړې دي. مونږ بايد پر ياد بنسټ يو له بل سره د نظريو تبادلې وکړو، متقابل باور دې لاټينګ ، عنعنوي دوستۍ ته دې ادامه ورکړو او د ولسونو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګښت او د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو.

وانګ زياته کړه چې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د درېيمې عمومي غونډې په تر سره کېدو سره په هر اړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورتيا نوی مزل پيل شوی دی. چين په هر اړخيزه توګه د چيني شکله عصري کېدو لپاره هڅې کړې او کوي يې چې دا به د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

هغه دې ته په اشارې ويلي چې تر اوسه د اوکراين بحران له رامنځته کېدو څخه درې کالونه تېر شوي دي، خو جګړه لاهم روانه ده. چين د دې بحران له سیاسي حل څخه ټينګ ملاتړ کوي.په وروستیو کې د جګړې ښکيلو خواوو هغه نيت ښودلی چې يو له بل سره خبرې اترې وکړي. که څه هم د خبرو اترو شرایط او وخت لاهم پوخ نه دی، خو مونږ د سولې د راوړلو لپاره له ټولو هڅو څخه ملاتړ کوو او غواړو چې د اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو او د خبرو اترو د بيا پيل لپاره رغنده رول ولوبوي.

کوليبا وويل چې چين يو لوی او ستر هېواد دی. اوکراين چین ستراتيژيک، اقتصادي او سوداګريز همکار هم بولي. اوکراين هم د يوه چين د پېزندنې پر اصولو ټينګار کوي او د تايوان مسئلې په هکله د چين له دريځ څخه ملاتړ کوي. دغه راز اوکراين د چین وړاندیز ته په درنه سترګه ګوري او په جدي توګه يې د اوکراين مسئلې د حل په هکله د چين او برازيل  پر شپږ فقره ييز ګډو نظريو څېړنه کړې ده او غواړي چې له روسيې سره خبرې اترې وکړي.