چين : اټومي وسله لرونکي هېوادونه بايد يو پر بل لومړی اټومي وسله ونه کاروي
CGTN2024/07/24 10:40:25
شريکول:

د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د يوولسمې څېړنيزې غونډې د چمتووالي دوهمه غونډه د جولای په ۲۲مه نېټه د سويس په جنيوا کې پرانيستل شوه.

د چین د بهرنيو چارو وزارت د پوځي تجهيزاتو د کنټرول څانګې مشر سون شياو بوه په دې غونډه کې ويلي،‌ چې نړيوال امنيتي وضعيت له لوی بدلون سره مخ دی، په دې حال کې بېلابېل هېوادونه بايد د امنيت ساتنې په برخه کې درست نظر جوړ کړي او ګډ امنيت ومومي. د هغه په خبره، هېواد يې د ستراتيژيک خطر د کمولو په پار له پنځو اټومي وسله لرونکو هېوادونو څخه (چين، امریکا، روسيې، بريتانيا او فرانسې) غوښتنه لري، چې داسې تړون جوړ کړي يا سياسي اعلاميه خپره کړي، چې يو پر بل باندې لومړی اټومي وسله ونه کاروي. چين د دې تړون د مسودې په اړه وړانديزونه ورکړي دي او ویلي يې دي‌ چې ياد پنځه هېوادونه باید په هر وخت او هر حال کې يو پر بل باندې لومړی اټومي وسله ونه کاروي.