لي چیانګ د اروپايي کميسون د مشرې په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله ون دير لين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/07/24 11:06:26
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د جولای په ۲۳مه نېټه د اروپايي کميسون د مشرې په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله مېرمن اورسولا ون دير لين ته ټيلېفون وکړ او ورته يې مبارکي وویله.

لي چيانګ وويل، د چين حکومت تل له اروپايي ټولنې سره د اړيکو پیاوړتیا او د اروپايي کمېسيون رول او اغیزې ته ډېر اهميت ورکوي. اوسمهال د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي او د دواړو خواوو ترمنځ ډيالوګ او همکارۍ مثبتې پايلې تر لاسه کړې دي. چين غواړي له اروپايي ټولنې سره په پرله پسې توګه د اړيکو د سیاسي بنسټ ټینګ کړي، د ستراتيژيکو متقابل باور پياوړی کړي، په هراړخيزه توګه د متقابلو ګټورو پر بنسټ ولاړه همکاري زیاته کړي، له نړيوالو ننګونو سره په ګډه مبارزه وکړي او د خلکو د ژوند د ښه والي او د نړۍ د سوکالۍ او ثبات لپاره زياتې مرستې وکړي.