د کانګو ولسمشر: غواړو له چين سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو
CMG2024/07/24 10:58:31
شريکول:

د کانګو ولسمشر ډينيس ساسو نګويسو د جولای په ۲۳مه نېټه ويلي، کانګو غواړي له چين سره متقابل سياسي باور ټينګ کړي، په بېلا بېلو برخو کې واقعي همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوی پرمختګ ومومي.

نوموړي په همدې ورځ د کانګو په پلازمېنه برازاويل کې د افريقې په چارو کې د چين د حکومت له ځانګړي استازي ليو يو شي سره په لیدنه کې وویل، کانګو له چين سره دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او هيله ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت د چين او افريقا د همکارۍ فورم په نوې سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته سفر وکړي.

ليو يو شي وويل، چين غواړي د چين او افريقا د همکارۍ فورم د نوې سرمشريزې غونډې په پار په بېلا بېلو برخو کې د چين او کانګو تر منځ همکارۍ ژورې کړي.