د امریکا د پټو عملياتو ادارې مشرې پر دونالډ ترمپ د ډزو له امله استعفا وکړه
CGTN2024/07/24 11:01:29
شريکول:

څو ورځې مخکې د امريکا پر پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ ډزې وشوې. بېلابېلو ټولنو د دې پېښې له امله د امنیت ساتنې پر چارو نیوکه کوله او د دې ادارې پر کارونو شکمن شوي دي.

له همدې امله د امريکا د پټو عملياتو ادارې مشرې کيمبېرلي چياتل د جولای په ۲۳مه نېټه له خپلې دندې څخه استعفا کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې د دې هېواد لپاره د کيمبېرلي جياتل له خدمتونو څخه مننه څرګنده کړې او په خبره يې، پر ترمپ د ډزې پېښه لا تر څېړنې او پلتڼې لاندې ده، هغه به ژر د پټو عملياتو ادارې نوی مشر وټاکي. د امريکا د کورني امنيت وزير اليجاندرو مايورکاس له دې وروسته په يوه اعلاميه کې اعلان کړی، چې د پټو عملياتو ادارې مرستيال رونالډ رو د دې ادارې د لنډمهالي مشر په توګه ټاکل شوی دی.