د شینجیانګ د ئيلي په سيمه کې د اسماني آس کلتوري او سیلانیز فیسټيوال پيل شو
CMG2024/07/24 15:39:13
شريکول:

د اسماني آس په نوم کلتوري او سیلانیز فیسټيوال په دې وروستیو کې د شينجيانګ د ئيلي سيمې په موکغولکورې ولسوالۍ کې پرانیستل شو.

د موکغولکورې ولسوالۍ د ښه جنس اسونو د روزلو ځای دی. په دغه فیستيوال کې اسپدواني، د سپرلۍ نندارتونونه او د قومي دودیزو فعالیتونه شامل دي، چې ټولو سیلانیانو ته د آسونو په زړه پورې کلتور ور زده کوي.

موکغولکوره ولسوالي ښکلې طبيعي منظرې هم لري او د "چين د کمان ښار" او " د شړشم ګل ټاټوبی" په نوم ياديږي او د هر کال په دوبي کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سيلانيان راجلبوي.