شي جين پينګ د چين او روسيې تر منځ د انرژۍ تجارتي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/07/24 10:53:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۳مه نېټه د چين او روسيې تر منځ د انرژۍ شپږم تجارتي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، سږ کال د چين او روسيې تر منځ د سياسي اړيکې د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. په نوې زمانه کې د چين او روسيې تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له امله پرمختګ کړی، د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ ټينګې شوې او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې حقيقي ګټې رسولې دي.

نوموړي زياته کړه، چين غواړي له روسيې سره د انرژۍ په برخه کې همکارۍ  لا زیاتې کړي، د انرژۍ صنعت او عرضې ځنځيرونو ثابت وساتي او په نړۍ کې د انرژۍ چارې د غښتلي، شین او سالم پرمختګ لپاره خدمتونه ورکړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ ياد فورم ته د مبارکۍ پيغام هم ولېږه.