د ملګرو ملتونو سرمنشي:(( د بېجينګ اعلاميه)) د فلسطين د ملي يووالي د پياوړتيا لپاره يو مهم قدم دی
CGTN2024/07/25 10:48:34
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند ستېفان دوياريک (Stephane Dujarric) د جولای په ۲۳مه نېټه ويلي، چې سرمنشي ګوترس د دې تود هرکلی کړی،‌ چې د فلسطين بېلابېلو خواوو (( د بېجينګ اعلاميه)) لاسليک کړې او په وينا يې، دا د فلسطين د ملي يووالي لپاره يو مهم قدم دی. 

دوياريک په همدې ورځ مطبوعاتي غونډه کې د خبريال پوښتنو ته په ځواب کې يادې خبرې کړې. د هغه په وينا،‌ ګوترس د فلسطين ټولې خواوې هڅولې، چې  خپل اختلافونه دې د خبرو اترو له لارې حل کړي او ورڅخه يې غوښتنه کړې، چې په خبرو او اعلامیه  کې ژمنې پوره کړي.